په افغانستان کې د لیک لوست زده کړې تعلیماتو د بهبود پروژه (لیف2)
افغانستان
په ټول هیواد کې (آزمایشی سیمې: ننگرهار ولایت، بلخ ولایت، کابل ولایت، کابل ښار)
8 فبروری، 2010
26 اپریل، 2010 څخه تر 31 جنوری، 2018
د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معینیت
په افغانستان کې د بیسوادی کچه تر ۳۴ سلنه اټکل شوی چې دا سلنه په ښاری او کلیوالی سیمو او هم د نارینه وو( ۵۰ سلنه) او ښځینه وو (۱۸ سلنه) ترمنځ په یو لوی توپیر سره لیدل کیږي.
د ستونزې د له منځه وړلو لپاره یو شمیر پروګرامونه او پروژې د لیک لوست زده کړې معینیت له خوا د نا دولتی موسساتو او مرسته کوونکو په مرستې سره پلي شوی. اوس اوس د لیک لوست زده کړې معینیت او یونسکو له خوا د لیک لوست زده کړې د پیاوړتیا نوښت(لایف) د ټولو همکارو موسساتو د همغږی په موخه په لاره اچول شوی تر څو ملی موخې کوم چې د پوهنې وزارت په ستراتیژیک پلان کې شتون لري تر لاسه شي.
په افغانستان کې د لیک لوست زده کړې د بهبود پروژه (لیف) د ۲۰۰۶ کال د مارچ د میاشتې څخه تر ۲۰۰۸ کال د جولای میاشتې پورې د جایکا موسسې او د لیک لوست زده کړې معینیت له خوا پلي شوه. په دې پروژه کې، د لیک لوست زده کړې معینیت کارکوونکو ته د لیک لوست زده کړې کورسونو د معلوماتو د مدیریت کولو او سوپروایزرانو(اوس ورته څارنې غړی وايي) او مواد د مدیریت په اړه د پوهې او مهارتونو زده کړه ورکړه شوه. همدارنګه ۱۰۳۴۷ تنه زده کوونکي د کابل، بلخ او بامیان ولایتونو د لیک لوست زده کړې کورسونو څخه ګټه پورته کړه.
د پروژې وروستې ارزونه چې د ۲۰۰۸ کال په فبروري میاشت کې ترسره شوه، وښودل شوه چې پروژه خپل ټاکلي مقصد ته د یوی مثبتې اغیزې په لرلو سره رسیدلی مګر د پروژې متداوموالی کافي نه وه او اړتیا لیدل کیده چې د لیک لوست زده کړې معینیت سره مرستو ته دوام ورکړل شي تر څو د لایف د چتر لاندې ټاکل شوې موخې ترلاسه شی.
د همدې امله، د افغانستان دولت د جاپان د دولت څخه غوښتنه وکړه چې سوپروایزرانو د ظرفیت په لوړولو باندې کوم چې د لیک لوست زده کړې په بریالی پلی کیدو کې یو مهم عنصر دی د پروژې پلي کیدل متمرکز کړي. دې غوښتنې ته په ځواب کې، د جایکا موسسې د معلوماتو د راټولولو او د افغانستان د دولت اړونده مقاماتو سره د پروژې د جزيياتو په اړه د بحث لپاره د سروې یو تیم ولیږه. د سروې په نتیجه کې او د لیک لوست زده کړې د بهبود پروژې (لیف۲) د پلی کولو لپاره د جایکا موسسې او د افغانستان د دولت د اړونده مقاماتو تر منځ د بحث د ثبت سند د ۲۰۱۰ کال د فبروري میاشتې په ۱۸ مه نېټه لاسلیک شو.
کلي موخه: په اففانستان کې د لیک لوست زده کړې تعلیماتو کیفیت او مدیریت ته بهبود ورکول
پروژې مقصد: د لیک لوست زده کړې د کیفیت او مدیریت د بهبود لپاره د څارنې او تخنیکی مرستو په برخه کې د لیک لوست زده کړې ادارې د ظرفیت لوړول
1. د څارنې او تخنیکي مرستو سېستم جوړول چې د لیک لوست زده کړې ټولو کورسونه تر پوښښ لاندې ولری.
2. د لیک لوست زده کړې کورسونو د بشپړیدو وروسته د زده کوونکو د زده کړې د لاسته راوړنې ارزونې سېستم جوړول
3. د احصاييوي معلوماتو د راټولولو او راپور شریک کولو سېستم جوړول
4. د تخنیکي مرستو لپاره سېستم جوړول
۱-۱. په لیک لوست زده کړې معینیت کې تخنیکي کاري ګروپ (TWG)*جوړول
۱-۲. تخنیکي کاري ګروپ د څارنې او تخنیکي مرستو په برخه کې د لیک لوست زده کړې معینیت، آمریت، او مدیریت دندې او مسولیتونو واضح کوي.
۱-۳. هغه معلومات چې باید راټول شی په ګوته او همغږی کوي.
۱-۴. تخنیکي کاري ګروپ د څارنې لارښود او زده کړې(ترینینګ) د لارښود مرور او تصحیح کوي.
۱-۵. تخنکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې آمریت او مرسته کوونکو موسساتو مربیانو ته د څارنې او تخنیکي مرستو په برخه کې ترینینګ ورکوي . **
۱-۶. زده کړه لیدوونکي مربیان په هر ولایت کې د ولسوالیو د لیک لوست زده کړې مدیریتونو کارکوونکو ته د څارنې او تخنیکي مرستو په برخه کې زده کړه ورکوي. **
۱-۷. د لیک لوست زده کړې معینیت له خوا نورو همکارو موسساتو ته دڅارنې لارښود او زده کړې د لارښود شریک کوي.
۱ـ۸.تخنیکي کاري ګروپ د ځارنې د فورمو د تحلیل پایلې د لیک لوست زده کړې معینیت د نورو همکارانو سره شریک کوي.
۲-۱. تخنیکي کاري ګروپ هغه بنسټیز قابلیتونه چې زده کوونکي ېې باید ترلاسه کړي په ګوته کوي(لومړی سطحه)
۲-۲. تخنیکي کاري ګروپ د ارزونې موادو ته پراختیا ورکوي (لیکي يې).
۲-۳. د تخنیکي کاري ګروپ د نورو همکارانو سره د ارزونې مواد باندې ورکشاپونه نیسي.
۲-۴. تخنیکي کاري ګروپ د زده کوونکو د ارزونې د پلي کولو لپاره سمي او بصري ممد مواد جوړوي او بیا دا مواد په ولابتونو کې د لیک لوست زده کړې آمریتونو ته ویشي.
۲ـ۵. تخنیکي کاري ګروپ په ټاکل شویو سیمو کې د درېيمې ارزونې مراحل څاري او د ارزیابي نتایج راټول او تحلیلوي.
۲ـ۶. تخنیکي کاري ګروپ سمي او بصري موادو کارول او ارزیابي پلي کول څاري او د ارزونې نتایج راټولوي.
۲ـ۷. تخنیکي کاري ګروپ د ټولو زده کوونکو (په شمول د هغه زده کوونکو چې صنف يې پریښی) د درېمې ارزونې نتایج تحلیل کوي.
۲ـ۸. تخنیکي کاري ګروپ د ارزونې د نتایجو تحلیل د لیک لوست زده کړې معینیت د نورو همکارانو سره شریک کوي.
۳-۱. تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې د تعلیماتو په اړه د معلوماتو د راټولولو یوه اغیزناکه لار جوړوي.
۳-۲.د ولایتونو او ولسوالیو د لیک لوست زده کړې آمریتونه او مدیریتونه د معلوماتو د راټولولو د لارښود له مخې، د خپلو ټولو کورسونو د څارنې د پایلو راپور د لیک لوست زده کړې معینیت ته لیږي.
۳-۳. د لیک لوست زده کړې معینیت د څارنې د پایلو په کارولو سره د لیک لوست زده کړې د وضیعت او فعالیتونو کلنی راپور خپور او د همکارو موسساتو سره شریک کوي.
۳-۴. د آزمایشي ولایتونو د لیک لوست زده کړې آمریتیونه همکارو موسساتو ته د څارنې د پایلو د شریک کولو لپاره سیمینارونه جوړوي.
۳ـ۵. تخنکي کاري ګروپ د غیر رسمي تعلیماتو معلوماتي سېستم NFE-MIS برسي او عملي کوي.
۴-۱. د آزمایشي ولایتونو او ولسوالیو د لیک لوست زده کړې آمریتونه او مدیریتونه د څارنې د پایلو پر بسنټ د ښه والی لپاره تجربوي کړنې ترسره کوي.
۴-۲. تخنکي کاري ګروپ د څارنې د پایلو په پام کې نیولو سره او د آزمایشي ولایتونو او ولسوالیو د لیک لوست زده کړې آمریتونو او مدیریتونو د نظریاتو د اخیستلو له مخې د لیک لوست زده کړې کورسونو لپاره تخنیکي مرستندویه مواد جوړوي.
د بیلګې په توګه د لیک لوست زده کړې زده کوونکو لپاره د تمرین کتاب، د درسي پلان جوړولو لارښود، د زده کوونکو لپاره د لوستلو کتابونه، د مهارتونه زده کړه او داسې نور.
۴-۳. د آزمایشي ولسوالیو مدیریتونه خپل ښوونکي د ولایتونو د آمریتونو تر څارنې لاندې د جوړو شویو تخنکي مرستندویه موادو به کارولو سره روزي.
۴-۴. د آزمایشي ولایتونو او ولسوالیو د لیک لوست زده کړې آمریتونه او مدیریتونه د لیک لوست زده کړې همکارو موسساتو سره خپلو ښو تجربو د شریک کولو لپاره دوي سره دوامداره ناستې کوي.
۴-۵. تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې معینیت او د آزمایشي ولایتونو سرمربیانو ته د تخنیکي مرستو روزنه ورکوي.
۴-۶. تخنیکي کاري ګروپ او زده کړه ورکړل شوي مربیان د آزمایشي ولسوالیو کارکوونکو ته د تخنیکي مرستو روزنه ورکوي.
۴-۷. تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې ټولګیو د مشاهدې د پایلو پر بنسټ تخنیکي مرسته کوونکي مواد جوړوي.
۴-۸. تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې د تعلیماتو دودې لپاره رادیويي اعلانونه او تلویزیوني کلیپونه جوړ او خپروي.
۴-۹. تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې آمریتونو او مدیریتونو په همکارۍ سره په ټاکل شویو سیمو کې خلکو ته د منلو وړ لیک لوست زده کړې پروګرام د معلومولو لپاره سروې ترسره کوي.
۴-۱۰. تخنیکي کاري ګروپ د سيمې خلکو په مرسته د لیک لوست زده کړې تعلیماتو لپاره تبلیغاتي کړنې ترسره کوي.
۴ـ۱۱. تخنیکي کاري ګروپ د ښوونکو د ترینینګ محتوا تحلیل او تجدید کوی کوم چې د لیک لوست زده کړې معینیت له خوا په لاره اچول شوی.
۴ـ۱۲. تخنیکي کاري ګروپ د آزمایشي سیمو ښوونکو ته نوی ترینینګ په لاره اچوي.
۴ـ۱۳. تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې د تجدید شوی نصاب پر بنسټ د زده کړې موادو جوړوي.
* تخنیکي کاري ګروپ د لیک لوست زده کړې معینیت کارکوونکي په شمول د جاپاني متخصیصینو دی، نور همکار او نادولټی موسسات د ناظرینو دنده لری.
** دا ترینینګ هغه محتویاتو کې شامل دی چې ۲، ۳ او ۴ محصولاتو کې جوړ شوی.
- متخصصین
· د لیک لوست زده کړې پالیسی/ مرسته کوونکیو موسساتو همغږی کول
· د لیک لوست زده کړې ارزونه
· د معلوماتو مدیریت
· د ترینینګ مدیریت
· د موادو جوړول یا پراختیا
· د لیک لوست زده کړې ټولګي مدیریت
- تجهیزات
- سیمه ایزه مصارف
· د ترینینګ مصارف
· د مواد د تولید مصارف
· د آزمایشی فعالیتونو مصارف
· په درېیم هیواد کې د لیک لوست زده کړې معینیت کارکوونکو د ترینینګ او یا د هیواد په دننه د ترینینګ مصارف
- د لیک لوست زده کړې معینیت مسولیتونه
- په لیک لوست زده کړې معینیت، آزمایشي آمریتونو او ولسوالیو کې د پروژې د دفتر لپاره د ځای او نور اړین وسایل برابرول